امنیت او پېښېمهم خبرونه

پاکستان د چينايي اتباعو د ساتنې لپاره د ځانګړې امنيتي ځواک د جوړېدو اعلان وکړ

پاکستان اعلان کړی چې په خپل پلازمېن اسلام‌اباد کې به د يو ځانګړي امنيتي ځواک د جوړولو پلان عملي کړي؛ داسې ځواک چې اصلي دنده يې د چينايي اتباعو ساتنه او د هغوی د حضور اړوند د امنيتي اندېښنو څارنه بلل شوې ده.

د پاکستاني چارواکو په وينا، دا ځانګړی ځواک به د چينايي وګړو د امنيت د تأمين لپاره ځانګړې او موخه‌منده دندې ترسره کوي. د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي دا موضوع د چين د کورنيو چارو له وزير وانګ شیاوهونګ سره په لېدنه کې شريکه کړې او دواړو لورو د دوه‌ اړخيزو همکاريو د پياوړتيا او امنيتي مسائلو په اړه خبرې کړي دي.

د دې ځواک د جوړېدو اعلان په داسې وخت کې شوی چې په تېرو اوونيو کې د افغانستان او تاجکستان پولې ته نږدې د ځينو چينايي اتباعو د هدف کولو راپورونه خپاره شوي دي؛ هغه پېښې چې د سيمې د هېوادونو اندېښنې يې زياتې کړې دي. د طالبانو اداره د دغو چينايانو د وژل کېدو په تړاو خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي ځينې هېوادونه هڅه کوي له دغو پېښو د طالبانو له نورو هېوادونو سره د اړيکو د خرابېدو لپاره کار واخلي.

تر دې ترڅنګ، په تېرې مودې کې د پاکستان په بېلابېلو سيمو، په ځانګړې توګه د خېبرپښتونخوا او بلوچستان په ايالتونو کې هم د چينايي اتباعو پر ضد د بريدونو راپورونه ورکړل شوي دي. د دغو بريدونو مسئوليت ځينو وسله‌والو ډلو منلی، خو يو شمېر پېښې لا هم بې‌مسئولي پاتې دي.

ځينې امنيتي شنونکي په انتقادي نظر باور لري چې د پاکستان حکومت کله نا کله د خپل سياسي او اقتصادي ګټو لپاره امنيتي حالتونه په ټاکلي چوکاټ کې تنظيموي او بيا د دغو ګواښونو په برجسته کولو سره د نويو امنيتي ځواکونو او پروژو د جوړولو زمينه برابروي. دا دريځ د پاکستان دننه او بهر د بحث او شخړې وړ موضوع ګرځېدلې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button