امنیت او پېښېمهم خبرونه

د پاکستان له لوري پر کونړ د ۲۵ هاوان ډزې؛ د اوربند له اعلان سره هم نښتې روانې دي

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، چې د تېرې یوې ورځې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵ د هاوان مرمۍ د پاکستاني پوځ له خوا د دې ولایت پر بیلابیلو سیمو ویشتل شوې دي. د دې ریاست د اطلاعاتو آمر، ضیاءالرحمن سپین‌غر، ویلي چې دغه بریدونه د دوکلام، برېکوت او څونګله سیمې په نښه کړي دي.

هغه زیاته کړې، چې دا مهال هم د پاکستاني ځواکونو لخوا د درنو وسلو ډزې دوام لري. د ده په وینا، د یادو سیمو اوسېدونکي له اندېښنې سره وضعیت څاري.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ دوه ورځې وړاندې اعلان کړی و، چې د اختر تر وروستۍ ورځې پورې به له د طالبانو له ادارې سره اوربند ساتي. په کونړ کې د بریدونو دوام د دې اوربند د عملي کېدو او د دواړو لورو ترمنځ د پوله‌ييزو شخړو د مدیریت په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.

کونړ د افغانستان په ختیځ کې پروت ولایت دی، چې له پاکستان سره پوله لري. دغه ولایت په تېرو کلونو کې هم څو ځلې د سرحدي نښتو او راکټیزو بریدونو شاهده پاتې شوې دی. تر اوسه د طالبانو ادارې په رسمي ډول د احتمالي تلفاتو یا زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button