د بشري حقونو بنسټ: د پکتیکا او خوست پر کورونو د هاوان ډزې د جګړې جرم دی

د نړیوال بشري حقونو بنسټ ویلي چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د درنو وسلو او هاوان مرمیو د بریدونو په پایله کې، د دیورند کرښې ترڅنګ د پکتیکا، خوست او کنړ ولایتونو په استوګنېزو سیمو کې لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د دغه بنسټ په وینا، ښځې او ماشومان هم د ټپیانو په منځ کې شامل دي او یو شمېر کورنۍ اړې شوې چې خپل کورونه پرېږدي.
په راپور کې راغلي چې دغه بریدونو د سیمهییزو اوسېدونکو استوګنیزې کورونه او کرنیزې ساحې په نښه کړې دي او د پام وړ مالي زیانونه یې اړولي دي. د سیمې اوسېدونکي اوس د امنیتي اندېښنو له زیاتوالي سره مخ شوي او د وېرې فضا د محلي ټولنو ترمنځ خپره شوې ده.
د نړیوال بشري حقونو بنسټ د نړیوالو بشردوستانه قوانینو او د جنیف د کنوانسیونونو له مخې ټینګار کړی چې ښکېل اړخونه باید د پوځي او ملکي هدفونو ترمنځ څرګند توپیر وساتي. په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د استوګنېزو سیمو بېهدفه بریدونه، چې د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي، د جګړې د جرمونو په چوکاټ کې څېړل کېدای شي.
دغه بنسټ له پاکستاني ځواکونو غوښتنه کړې چې په عاجله توګه خپل بریدونه پر ملکي سیمو ودروي او خپلو نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي. همدارنګه له ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو بنسټونو غوښتنه شوې چې دا پېښې په خپلواکه توګه وڅېړي او د احتمالي عاملانو پر وړاندې لازم اقدامات ترسره کړي.




