امنیت او پېښېمهم خبرونه

د پاکستان له لوري د کونړ په مهاجر کمپ ډزې؛ پنځه ماشومان مړه او ټپیان شول

د پاکستاني پوځي ځواکونو له لوري د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په یوه د مهاجرینو کمپ د مرمیو د لګېدو له امله پنځه ماشومان مړه او ټپیان شول. سیمه‌ییزې سرچینې وایي، دا پېښه نن سهار شاوخوا د لسو بجو په مهال د هجرت‌اباد په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو روغتیایي وضعیت تر اوسه په رسمي ډول نه‌دی څرګند شوی.

کونړ ولایت چې له پاکستان سره پر پوله پروت دی، په تېرو کلونو کې هم د ورته نښتو او ډزو شاهد پاتې شوی دی. د دغو سیمو اوسېدونکو په وار وار له داسې پېښو وروسته د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

سره له دې چې دغه ډول پېښې وخت ناوخت تکراریږي، د طالبانو اداره تر اوسه د دې بریدونو د مخنیوي او د پولو د سیمو د اوسېدونکو د خوندیتوب لپاره کومې مشخصې څرګندونې یا ګامونه نه‌دي اعلان کړي. د دوامدارو ډزو مسله د سرحدي سیمو د امنیت د مدیریت او د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button