امنیت او پېښېمهم خبرونه

د پاکستان د توپچي بریدونو له امله د کنړ–نورستان لويه لاره تړل شوې

د نورستان اوسېدونکي وايي چې د پاکستاني ځواکونو د درنو توپچي بریدونو له امله د کنړ او ختيځ نورستان ترمنځ عمومي لويه لاره تړل شوې او د خلکو تګ راتګ درېدلی دی. د دوی په وينا، دا لاره چې د سيمې له مهمو اکمالاتي لارو څخه ګڼل کېږي، اوس د بريدونو لاندې ده او تېرېدل ترې ناشوني دي؛ دغه وضعيت په يو شمېر سيمو کې د خوراکي توکو د کمښت لامل شوی دی.

د سيمې اوسېدونکي زياتوي چې د دغو بریدونو پر مهال يو شمېر استوګنيزې کورونه هم په نښه شوي دي. هغوی د رهایشي سيمو، عامه زيربناوو او عمومي سړکونو هدف ګرځول د نړيوالو منل شويو اصولو خلاف بولي او غوښتنه کوي چې دا حالت بايد ژر پای ته ورسېږي.

د نورستان ولايت ځايي چارواکي تاييدوي چې د کامدیش او برګ‌متال ولسوالۍ ترمنځ لويه لاره تر برید لاندې راغلې ده. د نورستان د والي وياند فريدون صمیم وايي چې د پپروک له لارې د بديلې لارې په جوړولو کار پيل شوی، څو يادې ولسوالۍ د ولايت له مرکز سره ونښلول شي. د هغه په وينا، دا پروژه د واورې ورښت له امله ځنډېدلې وه، خو اوس چې واوره تمه شوې، تمه ده دا لاره په راتلونکو دوو ورځو کې د تګ راتګ لپاره چمتو شي.

د کنړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان له لوري تر ۸۵ زيات د توپ مرمۍ په دې ولايت توغول شوي او يو بې‌پيلوټه بريد هم ترسره شوی دی. د دغو معلوماتو له مخې، په دې بريدونو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

ځايي چارواکي زياتوي چې د طالبانو د ادارې ځواکونه په ځوابي بريدونو کې د پاکستان درې پوسته‌جات د سرکانو ولسوالۍ د نواپس په سيمه کې نړولي او يو پاکستاني سرتېری يې وژلی دی. خو د پوله‌پټي سيمو اوسېدونکي ټينګار کوي چې د جګړو دوام د ملکي وګړو امنيت او ژوند ته جدي ګواښ پېښ کړی او بايد دا وضعيت د مسؤلانه مديريت له لارې کنټرول شي ترڅو نور ملکي زيانونه رامنځته نه شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button