امنیت او پېښېمهم خبرونه

د پاکستان له لوري د کونړ ډزې کې ۹ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړ

په کونړ ولايت کې ځایي سرچينې وايي، د پاکستاني ځواکونو له خوا د اسعدآباد ښار پر استوګنيزو سيمو د توپونو د ډزو له امله ۹ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د دغو سرچينو د معلوماتو له مخې، دا پېښه پرون د شپې شاوخوا لس نيمې بجې د کونړ ولايت مرکز اړوند د «ډونډونې» په سيمه کې رامنځته شوې ده. مرمۍ پر استوګنيزو کورونو لګېدلې او ټول قربانيان ملکي وګړي دي.

عیني شاهدان وايي، چې د انساني تلفات سربېره، د سيمې اوسېدونکو ته مالي زیانونه هم رسېدلي دي.

کونړ ولايت د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان له پولې سره څنګ په څنګ موقعيت لري، هغه سيمه چې په تېرو کلونو کې يې وخت ناوخته د سرحدي کړکېچونو او نښتو شاهد پاتې شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button