پاکستان: افغانستان د ترهګرو ډلو خوندي پناه ځای ګرځېدلی

د ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ویلي چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د څو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه ځای شوی او دا وضعیت د سیمې او په ځانګړي ډول د پاکستان امنیت له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. نوموړي ټینګار کړی چې اسلاماباد خپلې وروستۍ بریدونه د «مشروع دفاع» په چوکاټ کې ترسره کړي دي.
عاصم افتخار احمد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کې وویل چې له افغانستانه سرچينه اخيستونکی ترهګرۍ يوازې د ګاونډيو هېوادونو ګواښ نه دی، بلکې د سيمهييز او نړيوال امنيت د کمزوري کېدو لامل هم ګرځي. د ده په وينا، د پاکستان تحریک طالبان، د بلوچستان ازادۍ اردو او د هغې مجيد څانګه، داعش خراسان، القاعده او د ترکستان ختيځ اسلامي غورځنګ ډلې په افغانستان کې شتون لري او له دغو سيمو څخه د سرحدي بريدونو او انتحاري عملياتو لپاره کار اخلي.
هغه همدارنګه ادعا وکړه چې د طالبانو په اداره کې ځينې عناصر له دغو ډلو سره مرسته کوي او آن فعاله ملاتړ یې کوي. د پاکستان استازي، پرته له دې چې د يو هېواد نوم واخلي، يو ختیځ ګاونډی یې د دغو ډلو په مالي او لوژستیک ملاتړ تورن کړ او ويې ويل چې دا عملونه د پاکستان پر ضد د نيابتي جګړې په بڼه ترسره کېږي.
د پاکستان استازي د ملګرو ملتونو د مرستندويه دفتر (یوناما) هغه راپور رد کړ چې د وروستیو بریدونو له امله د ملکيانو د تلفاتو په اړه خپور شوی و. نوموړي ادعا وکړه چې د طالبانو د واک شديد نظارت او د کابل څخه بهر سیمو ته د محدود لاسرسي له امله، يوناما د پولو اړوندو پېښو د خپلواکې څېړنې توان نه لري.
په ورته وخت کې، یوناما راپور ورکړی چې د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸۵ ملکيان وژل شوي او ټپیان شوي او له شلو زرو څخه زياتې کورنۍ له خپلو مېنو بېځايه شوې دي. دغه شمېرې څرګندوي چې جګړې د سیمهييزو اوسېدونکو پر ژوند مستقيم اغېز کړی.
د پاکستاني ځواکونو او د طالبانو د ادارې ترمنځ وسلهوالې نښتې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې زیاتې شوې. په دې موده کې د افغانستان ځينې برخې د هوايي او راکټي بريدونو لاندې راغلي دي.
په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو دوامداره شتون او فعالیت، د يو منل شوي او ځواب ورکوونکي جوړښت د نشتوالي تر څنګ، یو ځل بیا د طالبانو د امنیتي مدیریت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي؛ هغه وضعیت چې تر ټولو زياته بيه یې ملکي وګړي او بېدفاع کورنۍ پرې کوي.




