پاکستان په یوه شپه کې پر کونړ پنځو ولسوالیو ۱۵۹ راکټونو ډزې کړې

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې پاکستاني پوځیانو د دې سرحدي ولایت پر بېلابېلو برخو ۱۵۹ راکټونه او د توپ مرمۍ ویشتلي دي. د دې ادارې په وینا، دغه بریدونه د منورې، سرکانو، ناري، دانګام او شلټن پر ولسوالیو ترسره شوي دي.
د معلوماتو د ریاست آمر، ضیاءالرحمن سپینغر، ویلي چې له دغو بریدونو څخه ۴۰ راکټونه پر منورې، ۶۷ پر سرکانو، ۴۰ پر ناري، ۷ پر دانګام او ۵ نور پر شلټن ولسوالۍ لګېدلي دي.
هغه زیاتوي چې د دې راکټي بریدونو له امله د تلفاتو او مالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی؛ خو د دې ډول پېښو دوام د سیمې د اوسېدونکو جدي اندېښنې راپارولې دي.
کونړ د افغانستان له ختیځو او له پاکستان سره پولو لرونکو ولایتونو څخه دی چې په تېرو کلونو کې یې هم د راکټي بریدونو او نښتو شاهدی ورکړې ده. سره له دې چې دا ډول پېښې څو ځلې تکرار شوې دي، د طالبانو اداره تر اوسه د دغو پولې اوښتونکو بریدونو د مخنیوي لپاره کومه اغېزمنه او دوامداره تګلاره نه ده وړاندې کړې، او د دې سیمو اوسېدونکي تل له ناامنۍ او بېسرنوشتی څخه شکایت کوي.




