دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

پاکستان له روسيې وغوښتل چې د طالبانو له ادارې سره د شخړې د حل منځګړتوب وکړي

د روسيې د «ایزویستیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، فیصل نیاز ترمذي، په مسکو کې د پاکستان سفیر، له روسي چارواکو غوښتي چې د اسلام‌اباد او د طالبانو د ادارې ترمنځ د رامنځته شوې شخړې د حل لپاره منځګړتوب وکړي. د هغه په وینا، دا غوښتنه د شخړې د کمېدو او یو سیاسي حل د موندلو په موخه مطرح شوې ده.

ترمذي زیاته کړې چې پاکستان د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان د وړاندې شویو وړاندیزونو په پام کې نیولو سره، د اوربند د ټینګښت هیله څرګنده کړې ده. هغه ټینګار کړی چې اسلام‌اباد له هر هغه اقدام څخه هرکلی کوي چې د شخړو په کمولو کې مرسته وکړای شي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي، کوم چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي وضعیت اغېزه کړې ده. یو شمېر شنونکي باور لري چې د دې حالت دوام د طالبانو له ادارې څخه یو روڼ او مسؤل چلند ته اړتیا لري، څو خپلې سیمه‌ییزې ژمنې عملي کړي.

روسیه په تېر څو کلونو کې هڅه کړې چې د ځینو سیمه‌ییزو مسایلو په حل کې د منځګړي رول ولوبوي، خو تر اوسه روښانه نه ده چې مسکو د پاکستان رسمي غوښتنې ته څه ځواب ورکړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button