مهم خبرونهنړیوال

پاکستان یو ځل بیا د «غضب للحق» پوځي عملیات پیل کړي

د پاکستان چارواکو ویلي چې د «غضب للحق» په نوم پوځي عملیات له لنډ توقف وروسته بیا پیل شوي دي. د چارواکو په وینا، دا ځنډ د اختر د رارسېدو او همدارنګه د یو شمېر ملګرو هېوادونو د غوښتنې له امله موقتي پلي شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ د اونیزې خبري ناستې پر مهال وویل چې دا عملیات اوس بیا روان دي او موخه یې د امنیتي ګواښونو له منځه وړل دي. هغه ټینګار وکړ چې دا نظامي اقدام په «هدفمن» ډول طرحه شوی او د مشخصو سیمو د ترهګرو ډلو پناه‌ځایونه په نښه کوي.

خو د پاکستان چارواکو د دې عملیاتو د جغرافیایي پراخوالي، د دوام موده او احتمالي پایلو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. هغوی یوازې څرګنده کړې چې دا اقدام د پاکستان د ملي امنیت د ټینګښت په هڅو کې ترسره کېږي.

په تېرو کلونو کې هم په ځینو سیمو کې ورته عملیات د وسلوالو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره تر سره شوي وو، خو د دغو عملیاتو د اغېزمنتیا کره ارزونه عموماً د رسمي معلوماتو د محدودیت له امله ستونزمنه وه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button