سياستمهم خبرونه

پاکستان د افغان علماو له پرېکړې سره احتیاطي هرکلی وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د دیني علماو له هغې پرېکړې سره احتیاطي هرکلی کړی چې د افغان خاورې د نورو هېوادونو پر ضد نه کارولو باندې ټینګار لري. د دې وزارت ویاند، طاهر اندرابي، د پنجشنبې په ورځ د قوس میاشتې په ۲۰مه وویل چې دا ډول ژمنې مخکې هم د افغان چارواکو یا دیني بنسټونو له لوري شوې وې، خو تر اوسه هېڅ یوه عملي نه ده پلي شوې.

په کابل کې د دیني علماو دغه ناسته چې له زرګونو علماو سره جوړه شوې وه، د یوې پرېکړه‌ لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده. په دې پرېکړه‌ لیک کې د هېواد پر خپلواکي، د شرعي ارزښتونو پر ساتنه، او د بهرني یرغل پر وړاندې د مبارزې ټینګار شوی او دا یوه “مقدسه جهاد” بلل شوې.

په سند کې دا هم ویل شوي چې هېڅ شخص یا ډلې ته اجازه نه ورکول کېږي څو د افغانستان له خاورې څخه د کوم بهرني هېواد پر ضد پوځي فعالیتونه ترسره کړي.

د پرېکړې په یوه برخه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې له هېواد څخه د افرادو یا ډلو د وتلو مخه ونیسي څو بهر ته د جګړې لپاره ولاړ نشي، او پدې برخه کې دې خپلې شرعي او ملي مسؤلیتونه ادا کړي. دغه غوښتنه په داسې حال کې مطرح شوې چې د طالبانو اداره د هېواد دننه د وسله‌والو ډلو پر فعالیتونو او خوځښتونو د بشپړ کنټرول له ستونزو سره مخ ده.

شنونکي باور لري چې د پاکستان احتیاطي موقف د طالبانو د ژمنو په اړه د دې هېواد دایمي شک او تردید ښيي، په ځانګړي ډول له هغو ډلو سره د مبارزې په برخه کې چې ممکن د پاکستان د ختیځو پولو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button