اقتصادمهم خبرونه

په پاکستان کې د افغانستان سره د سوداګریزو لارو د تړل کېدو پر ضد پراخ اعتراضونه

د پاکستان د دان ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان سره د ارتباطي او سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله سوداګر، چلوونکي، سیاسي او ټولنیز فعالان او یو شمېر عادي اوسېدونکي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پراخو اعتراضونو ته پاڅېدلي دي.

د راپور له مخې، معترضینو په لندي کوتل سیمه کې له د پاکستان له واکمنو چارواکو غوښتي چې د افغانستان سره د لارو د پرانستلو لپاره ژر او جدي ګامونه پورته کړي، ځکه ددې وضعیت دوام د خلکو پر ژوند سخت فشار راوستی دی.

اعتراض کوونکو ټینګار کړی چې د تورخم د تګ راتګ لارې تړل د زرګونو هغو کسانو عاید له جدي بحران سره مخ کړی چې کاروبارونه یې له افغانستان سره د سوداګرۍ پورې تړلي وو او د دې سیمو اقتصادي فعالیتونه تقریباً فلج شوي دي.

د معترضینو په وینا، د افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړلې پاتې کېدل نه یوازې د سوداګرو په زیان تمام شوي، بلکې دننه په پاکستان کې یې اقتصادي ستونزې هم زیاتې کړې دي او ډېری کورنۍ دې ته اړ شوې چې د ورځنیو لګښتونو د برابرولو لپاره قرض واخلي.

د دان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا لارې د اکتوبر په دولسمه نېټه وروسته له هغه وتړل شوې چې د پاکستان ځواکونو د ډیورند پر کرښه نظامي ترینګلتیا او د افغانستان د خاورې سرغړونه وکړه؛ یوه پرېکړه چې په ځانګړي ډول په بلوڅستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې یې درنې اقتصادي پایلې پرېښي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button