مهم خبرونهنړیوال

د پاکستان ولسمشر د طالبانو بې‌پیلوټه بریدونه وغندل

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د طالبانو له لوري د ملکيانو پر ضد د بې‌پیلوټه بریدونو کلکه غندنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې اسلام‌اباد به پر ملکي وګړو برید هېڅکله ونه زغمي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د بریدونو کارول د منلو وړ نه دي.

د پاکستان د ولسمشر دفتر د شنبې په ورځ، د کب په درېویشتمه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان د دغو بریدونو په ترسره کولو سره «سره کرښه» تېره کړې ده. زرداري په اعلامیه کې څرګنده کړې چې هېواد به یې د هر ډول ګواښ پر وړاندې د خپلې خاورې بشپړتیا او حاکمیت دفاع وکړي.

ولسمشر زرداري دا هم ویلي چې د افغانستان د خاورې د نه‌کارېدو مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی، کومه موضوع چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو لورو ترمنځ د ترینګلتیا یو اصلي علت ګرځېدلی دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو اداره د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې ادعا کړې چې پر خیبرپښتونخوا یې هوايي برید ترسره کړی دی. د دغو ترینګلتیاوو زیاتوالی د دواړو هېوادونو د پولو سیمو کې د جګړې د پراخېدو او د ملکي وګړو د احتمالي زیان اندېښنې زیاتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button