د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو پر ضد د پاکستاني پولیسو اقدامات شدید شوي

د اسلام‌اباد ځینې سرچینې وايي چې پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو پر وړاندې خپل عملیات سخت کړي دي. دغه عملیات له بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه د فیصل‌تاون ښارګوټي څخه د کورونو تلاشي، د دروازو ماتول او پراخې نیونې رانغاړي. یادو سرچینو د یک‌شنبې په ورځ (د قوس میاشتې ۱۶مه) ویډیويي کلیپونه خپاره کړي چې پکې د پولیسو تاوتریخوالی، د دروازو زورزياتي سره ماتول او په زوره د کورونو ته ننوتل ښکاره دي.

دغو سرکوب‌ګریو اقداماتو له هغه وروسته پیل شوي چې د طالبانو د واکمنې ادارې او پاکستان ترمنځ پوله‌يي کړکېچونه زیات شوي. داسې ښکاري چې پاکستاني پولیس د افغان کډوالو د نیونې، پلټنې او شړلو بهیر بې‌ساری ګړندی کړی دی. دا مهال هم د فیصل‌تاون ښارګوټي په سیمه کې د نیونو عملیات دوام لري او دا حالت د افغان کډوالو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړي دي.

سره له دې چې ځينې پوله‌يي لاري تړل شوې دي، پاکستاني پولیس نیول شوي افغانان د بایومتریک معلوماتو تر راجسټر وروسته، د تورخم او سپین‌بولدک له بندرونو څخه په زور بیرته افغانستان ته شړي. هغه کډوال چې له دې کاره متضرر شوي، وایي چې دوی له طالبانو سره هېڅ تړاو نه لري او د همدغې ډلې له ظلمونو څخه د خلاصون لپاره پاکستان ته تللي دي. دوی له پاکستاني حکومت څخه غواړي چې د دواړو خواوو د انتقام قرباني نه شي او د دوی بشري حقونه دې رعایت کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button