په پاکستان کې د پټرولو بیه ناڅاپه لوړه شوه؛ هر لیټر ۵۳۴ روپیو ته ورسېد

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د هر لیټر پټرولو بیه ناڅاپه ۲۰۰ روپیو په ډېرېدو سره ۵۳۴ روپیو ته رسېدلې ده. دا زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې د پاکستان چارواکو تر اوسه د دې اصلي لامل نه دی څرګند کړی.
سرچینې وایي چې د تېلو د بیې له لوړېدو سره د ټرانسپورټي سکتور اندېښنې زیاتې شوې دي او وېره دا ده چې اقتصادي وضعیت به لا پسې کړکېچن شي. چلوونکي او د ټرانسپورټي شرکتونو مسؤلین د لګښتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا د روانې میاشتې دویم ځل دی چې د تېلو بیې په بېسارې توګه لوړېږي؛ هغه اقدام چې د پاکستان پر زیانمن اقتصاد لا ډېر فشار اچوي. اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې لړۍ دوام به د مالونو او خدماتو پر بیو هم مستقیم اغېز ولري.
دا له دې وړاندې هم، د تېلو د بیې د زیاتېدو له امله، د پاکستان حکومت ۶۰ سلنه ټرانسپورټي خدمتونه درولي وو، ښوونځي او پوهنتونونه یې رخصت اعلان کړي وو او ۵۰ سلنه دولتي کارکوونکي یې انلاین کار ته اړ کړي وو؛ هغه اقدامات چې د انرژۍ د بیو د بدلونونو پراخ اغېز د دې هېواد د خلکو پر ورځني ژوند څرګندوي.




