روغتيامهم خبرونه

په پاکستان کې له يو ميليون څخه زيات ماشومان د پوليو واکسين نه دي اخيستي

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې د روان کال د لومړۍ سراسري د پوليو واکسين دکمپاين پر مهال، شاوخوا يو ميليون ماشومانو په دغه هېواد کې واکسين نه دي ترلاسه کړي او د کورنيو له خوا لږ تر لږه ۵۳ زره د نه پرېښوولو پېښې ثبت شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه کمپاين د فبرورۍ په ۵مه نېټه د پاکستان په ډېری سيمو کې پيل شو او په سند ايالت کې تر فبرورۍ ۸مې پورې دوام وکړ. د کراچۍ ښار د نه پرېښوولو تر ټولو زياتې پېښې لرلې او د ټولو ثبت شوو پېښو ۵۸ سلنه يې له همدې ښاره دي.

د دې پروګرام په لړ کې د پوليو واکسين څاڅکي له ۴۴.۳ ميليونو زياتو ماشومانو ته ورکړل شوي، خو سره له دې هم هغه ماشومانو شمېر چې له واکسين څخه پاتې شوي، د راپورونو له مخې د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

پاکستان د افغانستان ترڅنګ له هغو لږو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د پوليو يا د ماشومانو د فلج ناروغي پکې تر اوسه نه ده له منځه تللې او د واکسيناسيون کمپاينونه لا هم له جدي ننګونو سره مخامخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button