مهم خبرونهنړیوال

پخواني پاکستاني چارواکی: د افغانستان خاوری نه ترسره شوی بې‌پېلوټه برید اندېښنه‌وونکی دی

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي آصف دراني په ټولنیزې شبکې ایکس کې په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له خاورې د تاجیکستان پر خاوره وروستی بې‌پېلوټه برید، چې له امله یې درې چینایي وګړي وژل شوي، یو ځل بیا د ترهګرۍ د پراختیا په برخه کې د افغانستان پر زیاتېدونکي رول رڼا واچوله.

ښاغلي دراني په خپل پیغام کې زياته کړې چې دغه پېښه باید د سیمې لپاره یو جدي خبرداری وګڼل شي او دا ښيي چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د ترهګریزو فعالیتونو په مرکز بدل شوی دی. د هغه په باور، د دې وضعیت دوام د ګاونډیو هېوادونو امنیت او د سیمې ثبات له جدي خطر سره مخ کولی شي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له دې وړاندې چې وضعیت لا خراب شي، ژر او همغږې اقدامات وکړي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې د راپورته کېدونکو ګواښونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې بې‌پروايي، نړیوال امنیت له خطر سره مخ کړی.

دغه اندېښنې پداسې حال کې مطرح کیږي چې د طالبانو اداره څو ځله ویلي چې د هېواد امنیت‌ یې په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې دی، خو دا ډول بریدونه د دوی د دې ادعاوو پر خلاف دي او د کارپوهانو په باور، د طالبانو د ادارې کمزوري په څرګند ډول ښيي، په ځانګړي ډول د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button