مهم خبرونهنړیوال

پاکستان د خپل ملي ورځ پرته له پوځي مراسمو ولمانځله

پاکستان نن دوشنبه، د مارچ په ۲۳مه چې د «پاکستان ورځ» په نوم پېژندل کېږي، داسې ولمانځله چې د تېرو کلونو برعکس په اسلام‌اباد کې هېڅ پراخ پوځي مراسم او رسمي جشن ترسره نه شو. راپورونه وایي چې د امنیتي اندېښنو او د کورني بې‌ثبات وضعیت له امله دا ورځ یوازې د پاکستان د پوځ د یوې پېغام په خپرولو ولمانځل شوه.

په تېرو کلونو کې دغه ورځ د رسمي مراسمو په ترسره کولو سره لمانځل کېده او د پاکستان ملکي او پوځي چارواکي به د پوځي پريډ، د جنګي الوتکو نندارې او د درنو وسلو لکه لرې واټن راکټونو د ښودلو له لارې دا ورځ تجلیلوله. دغه مراسم معمولاً د لوړ پوړو دولتي چارواکو او پوځي قوماندانانو په ګډون ترسره کېدل.

خو سږکال، په داسې حال کې چې پاکستان له پراخو امنیتي ستونزو سره په بېلابېلو سیمو کې مخ دی، د نندارو پروګرامونه لغوه شوي او یوازې د پوځ له لوري یو رسمي پيغام خپور شوی دی. د مراسمو د لغو کېدو د ځانګړي علت په اړه زیات جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو څېړونکي د امنیتي وضعیت او د کورنیو او سیمه‌ییزو ګواښونو زیاتوالی د دې پرېکړې اصلي عوامل بولي.

د پاکستان ورځ هر کال د مارچ په ۲۳مه نېټه نمانځل کېږي او د دغه هېواد له مهمو ملي مناسبتونو څخه ده چې په دودیز ډول د پوځي ځواک د څرګندولو او د ملي یووالي د ټینګښت تر عنوان لاندې لمانځل شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button