د پاکستان د دفاع وزیر د افغانستان او هند له ګډ برید څخه خبرداری ورکړ

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، چې هېواد یې له افغانستان او هند څخه د ګډ برید له احتمالي خطر سره مخ دی. نوموړي ټینګار کړی چې دا موضوع باید د پاکستان د دفاعي تګلارو په طرحو کې جدي وڅېړل شي.
خواجه آصف د شورو په ورځ د جیو نیوز له ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د هند او افغانستان له لوري د همغږي شوي برید امکان شته، وویل: «په دې اړه هېڅ شک نشته». هغه ادعا وکړه چې که څه هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په ظاهره ځان د پاکستان دوست ښيي، خو په عمل کې له دې هېواد سره رښتینی نه دی.
د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه چې د اسلاماباد په اند، د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د امنیتي فعالیتونو لپاره کار اخېستل کېږي. هغه د مثال په توګه وویل، که له یوه کور څخه بل کور ته ډزې وشي، دا به د دښمنۍ نښه وي.
اسلاماباد له دې وړاندې هم دعوه کړې وه چې د پاکستان ضد وسلوال د افغانستان له سیمو د بریدونو لپاره ګټه اخلي؛ هغه ادعا چې د طالبانو اداره یې تل رد کړې ده. سره له دې، منتقدان وايي د دغو دوامدارو تورونو دوام د دې ښکارندویي کوي چې د طالبانو اداره لا د خپلو ګاونډیانو د امنیتي باور په رامنځته کولو کې پاتې راغلې ده.
خواجه آصف زیاته کړه چې د هند او افغانستان ګډ ګواښ باید د پاکستان د دفاعي سیاست یوه بنسټیزه برخه وګرځي. نوموړي دغه سیمه «ډېره حساسې او خطرناکې» وبلله او ویې ویل، که څه هم دا هېوادونه په ظاهره دوستان او وروڼه ښکاري، خو د اسلاماباد له نظره د پاکستان دښمنان دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې په تېرو یوه میاشت کې د طالبانو د ادارې او پاکستان تر منځ لفظي تاوتریخوالی لږ شوی و، او یوازې یوه اوونۍ کېږي چې د طالبانو یو لوړپوړی ډیپلوماټ په نوي ډیلي کې دنده پیل کړې ده.
پاکستان هم هند او هم د طالبانو اداره تورنوي، چې د تحریک طالبان پاکستان او ځینو بلوڅ ډلو ملاتړ کوي او ادعا کوي چې هند د طالبانو له لارې دغو ډلو ته مالي مرسته ورکوي. په مقابل کې د طالبانو اداره هم څو ځله پاکستان د داعش د ملاتړ په تور نیولی دی.
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او هند اړیکې پراخې شوې دي، او د لومړي ځل لپاره یې په نوي ډیلي کې خپل کاردار دنده پیل کړې ده. طالبان هیله لري چې د دغو اړیکو په پیاوړي کولو سره، د هغو وارداتي توکو کمښت جبران کړي چې مخکې له پاکستان څخه راوړل کېدل، په ځانګړې توګه درمل.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان د افغانستان له پخواني حکومت او د هغه له امریکایي متحدانو سره د جګړې پر مهال د پاکستان له ملاتړ څخه برخمن وو، خو له واک ته د دوی له بیا رسېدو وروسته، د دواړو تر منځ په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو په اړه اختلافونه زیات شوي دي. شنونکي وايي، د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې د اسلاماباد د نارضایتۍ او د طالبانو او هند د نښتو اړیکو په اړه د دې هېواد د اندېښنو څرګندونه کوي.




