دوهم سرلیکنړیوال

پاکستان د تهران او واشنګټن د خبرو اترو د منځګړيتوب هڅه کوي

د ايران اسلامي جمهوريت سفير په اسلام‌اباد کې، رضا اميري‌مقدم، ويلي چې يو شمېر «دوست» هېوادونه، په ځانګړې توګه پاکستان، هڅه کوي د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو زمينه برابره کړي. هغه هيله څرګنده کړې چې دغه ديپلوماتيکې هلې ځلې به د تاوتريخوالي د کمېدو او د جګړې د پای ته رسېدو لامل شي.

الجزيرې ټلوېزيون د چهارشنبې په ورځ، د مارچ ۲۵مه، راپور ورکړی چې د ايران سفير دا څرګندونې د سيمه‌ييزو سلا مشورو په لړ کې وکړې. د ده په وينا، د سيمې هېوادونو فعاله ونډه کولای شي د سياسي حل لاره هواره کړي.

تر دې وړاندې، د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر، ډېونالډ ټرمپ، هم ويلي وو چې هېواد يې د ايران سره د جګړې د پای ته رسولو په بهير کې پرمختګونه کړي دي. هغه د دې شخړې د حل لپاره د ۱۵ مادو يو پلان هم ياد کړی و، خو د دې طرحې جزئيات نه دي خپاره شوي.

دغه بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په منځني ختيځ کې تاوتريخوالی وروسته له هغو زيات شوی، چې امريکا او اسرائيلو په ايران کې پر ځينو اهدافو هوایي بريدونه وکړل. د ايران رسمي سرچينو ويلي، په دغو بريدونو کې يو شمېر لوړپوړي چارواکي او يو شمېر ملکي وګړي وژل شوي.

په غبرګون کې، تهران اعلان کړی چې د بې‌پولې الوتکو (ډرونونو) او توغنديو په وسیله یې په اسرائيلو او هغو هېوادونو کې چې د امريکا پوځي اډې پکې دي، هدفونه ویشتلي دي. د جګړې د دا ډول پراختيا له امله، په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه اندېښنې زياتې شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button