د پاکستان د کینو صادرات په روان فصل کې کم شوي دي

که څه هم پاکستان د نړۍ د سترو شحمیه میوو له تولیدوونکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، خو اټکل کېږي چې د دغه هېواد د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ کال د فصل کینو صادرات به یوازې شاوخوا ۴۰۰ تر ۴۵۰ زره ټنو پورې محدود وي؛ دا اندازه د احتمالي تولید له ۷۰۰ تر ۸۰۰ زره ټنو څخه په ښکاره ډول لږ ده. د صنعت سرچینې د لوړو ترانسپورتي لګښتونو، د سوداګریزو لارو محدودیتونو او د دولت د کافي ملاتړ نشتون د دې کموالي اصلي لاملونه بولي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په تېره فصل کې هم د کینو صادرات شاوخوا ۳۵۰ تر ۴۰۰ زره ټنو پورې وو، او دغه محصول عموماً روسیې، اندونیزیا، متحده عربي اماراتو، افغانستان، سعودي عربستان او د منځنۍ آسیا ځینو هېوادونو ته صادرېده. خو د دغه سکتور فعالان وایي، د صادراتو کچه د اصلي تولیدي وړتیا په پرتله لاهم ټیټه پاتې ده.
په ورته وخت کې، د روان فصل د کینو بازار د بیو د جدي ټیټېدو سره مخامخ شوی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، د دوبۍ د صادراتو د بسته بندۍ په پیل کې د لویو کینو هر کیلو ۱۲۰ تر ۱۲۵ پاکستانیو کلدارو او د کوچنیو ۹۰ تر ۹۵ کلدارو و، خو تر ۱۵ دسمبر پورې دغه نرخونه د لویو کینو لپاره نږدې ۷۵ کلدارو او د کوچنیو لپاره ۳۵ تر ۴۰ کلدارو ته راټیټ شوي دي.
د کینو د صنعت استازي وایي، یو شمېر فابریکو د تګلارو د ستونزو یا د فعالیت د کمېدو له امله خپل د ورځني تولید تر نیمایي زیات ظرفیت له لاسه ورکړی. د هغوی په وینا، دا وضعه نه یوازې د تولید پر کچه ناوړه اغېز کړی، بلکې د کینو پر ونو یې هم زیان رسولی دی.
په ورته مهال راپور ورکړل شوی چې د سرګودها سیمې سړې زېرمتونونه تر ۸۰ تر ۹۰ سلنې پورې ډک دي، او میلیونونه ډالر ارزښت لرونکي کینو د خرابېدو له خطر سره مخ دي. تولیدوونکو خبرداری ورکړی چې که دا کړکېچ دوام وکړي، پراخ مالي زیانونه به رامنځته کړي او حتٰی د راتلونکو فصلونو د غنمو او قند د تولید پر کچه به هم منفي اغېز ولري.




