امنیت او پېښې

په خیبرپختونخوا کې د تحریک طالبان ۱۵ غړي وژل شوي

د پاکستان اردو اعلان کړی چې د خیبرپختونخوا په ایالت کې د دوو بېلابېلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ۱۵ غړي وژل شوي دي. په وژل شويو کې عالم محسود چې د يادې ډلې يو له اصلي قوماندانانو څخه و، هم شامل دی.

د پاکستان د اردو د عامه اړیکو ادارې نن د سه‌شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويلي چې دغه عملیات د لړم له ۲۴مې تر ۲۵مې تر سره شوي دي.

په لومړي عملیات کې چې د دير اسماعیل خان ولسوالۍ اړوند د کلچي سیمې کې وشو، پاکستانيو ځواکونو د ټي‌ټي‌پي د غړو پټنځایونه په نښه کړل چې له امله یې عالم محسود په ګډون ۱۰ تنه ووژل شول.

ورپسې په بله عملیات کې چې د شمالي وزیرستان ولایت د دته‌خېل ولسوالۍ کې تر سره شو، پنځه نور غړي هم ووژل شول. د پاکستان اردو دغه ډله «د هند تر ملاتړ لاندې خوارج» بللې او ویلي یې دي چې په یاده سیمه کې د تصفیوي عملیاتو بهیر لا هم دوام لري.

اردو زیاته کړې چې د ترهګرۍ پر وړاندې عملیات به د پاکستان د امنیتي ځواکونو او ادارو له خوا تر هغه وخته دوام وکړي، څو د «باندېني ملاتړ لرونکې ترهګرۍ ګواښ» پوره له منځه لاړ نه شي.

تحریک طالبان پاکستان چې د ټي‌ټي‌پي په نوم پېژندل کېږي، د افغانستان او پاکستان تر منځ پر سرحدي قبایلي سیمو کې یوه تندلاري ډله ده. دې ډلې له پاکستان سره د اوربند تر پای ته رسېدو وروسته، د ۲۰۲۲ کال د نومبر راهیسې خپل بریدونه پر امنیتي ځواکونو او ملکي کارکوونکو زیات کړي دي.

په خیبرپختونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د تندلارو بریدونو زیاتوالي د سیمې د امنیت په اړه پراخه اندېښنې راپورته کړې دي. سره له دې چې د طالبانو اداره ژمنه کړې وه چې د افغانستان له خاورې به د ترهګرو ډلو فعالیتونه مخه ونیسي، لاهم د قناعت وړ او اغېزناک اقدامات نه دي ترسره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button