سياستمهم خبرونه

د پاکستان او قزاقستان د افغانستان د امنيتي ګواښونو په اړه خبرې وکړې

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف په يوه رسمي ليدنه کې د افغانستان له اړخه د امنيتي اندېښنو په اړه خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د کوم هېواد له خاورې بايد د بل هېواد د ګواښ لپاره کار وانخيستل شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ، د دلوې پر ۱۵مه، په يوه اعلاميه کې ويلي چې د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان د امنيتي ثبات ساتل د سيمه‌ييزو همکاريو د پراختيا بنسټيز شرط بللی؛ ځکه چې دا موضوع، د دوی په وينا، په مستقيم ډول د ګاونډيو هېوادونو پر امنيت او پرمختګ اغېز کوي.

په اعلاميه کې همدارنګه ويل شوي چې که چيرې په افغانستان کې ثبات ټينګ شي، د سيمه‌ييزو اقتصادي همکاريو او نښلوونکې زېربنايي پروژو کې د دې هېواد ګډون کولای شي د افغانستان د خلکو او ټولې سيمې په ګټه تمام شي؛ خو د دې هدف د لاسته راوړلو لپاره، د طالبانو له لوري د امنيتي وضعيت مسوولانه اداره اړينه ده.

پاکستان له دې وړاندې څو ځله طالبان پر دې تورن کړي چې د وسله‌والو ډلو، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحريک (TTP)، په مهارولو کې پاتې راغلي او ويلي يې دي چې د دې حالت دوام د سيمه‌ييز اعتماد د کمزورتيا سبب کېږي. له بلې خوا، قزاقستان تېر کال طالبان د خپلو تروريستي ډلو له ليست څخه وويستل؛ خو سره له دې پرېکړې، د افغانستان د امنيتي پايلو په اړه اندېښنې لا هم په سيمه کې شته.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button