امنیت او پېښېمهم خبرونه

پاکستان: د کابل بریدونه یوازې پوځي هدفونه لرل

د پاکستان د فدرالي اطلاعاتو او نشراتو وزیر اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۶مه شپه په کابل او ننګرهار کې ترسره شوي بریدونه «دقیق، قصدي او مسلکي» وو او یوازې پوځي زېربناوې او هغه څه چې نوموړي یې «ترهګریز هدفونه» وبلل، په نښه شوي دي.

عطاالله طرار د اسلام‌اباد په رسمي غبرګون کې ویلي چې په دې عملیاتو کې هېڅ روغتون، د اعتیاد پرېښودو مرکز او یا نور ملکي تاسیسات نه دي هدف ګرځول شوي. د هغه په ​​وينا، هدفونه د مهماتو زېرمتونونه، تخنیکي تجهیزاتو مرکزونه او نورې تاسیسات شامل وو چې پاکستان یې د خصمانه فعالیتونو برخه بولي.

دغه څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د دوو مهمو ولایتونو، په ځانګړي ډول د پلازمېنې کابل بریدونه اندېښنې راپورته کړې دي. تر اوسه د طالبانو اداره د هدفونو د دقیق ماهیت او احتمالي زیانونو په اړه جلا جزئیات نه دي خپاره کړي.

د امنیتي چارو ځينې کارپوهان مخکې له دې څو ځله د پولو ها خوا د تاوتریخوالي د پراخېدو او د هغې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. د دغسې پېښو دوام کولای شي دا پوښتنې رامنځته کړي چې د طالبانو اداره د ټول‌ هېواد د امنيت د ټينګښت او د افغانستان د خاورې د ګاونډيو هېوادونو پر ضد له کارېدلو د مخنيوي توان لري که نه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button