د ايران لپاره د پاکستان سفير: له طالبانو سره اړيکې لا هم روانې دي

د ايران لپاره د پاکستان سفير محمد مدثر تيپو ويلي چې د اسلاماباد او د طالبانو ادارې ترمنځ اړيکې او خبرې اترې لا هم دوام لري، او د دواړو اړخونو د راتلونکو اړيکو راتلونکی به د سيمې د تحولاتو پر بنسټ ټاکل کېږي.
د ايران رسنيو د راپور له مخې، نوموړي څرګنده کړې چې سلا مشورې روانې دي او د دوه اړخيزو اړیکو بهير به د اوسنیو شرايطو له مخې په بېلابېلو برخو کې تنظیمېږي. هغه هيله څرګنده کړه چې د طالبانو اداره د پاکستان «مشروع» اندېښنې په جدي توګه درک کړي، څو د متقابلې همکارۍ له لارې د سولې او پرمختګ زمينه برابره شي.
دغه پاکستاني چارواکي ټينګار وکړ چې متقابله همکاري کولای شي د تاوتريخوالي د کمېدو او د سيمې د وضعيت د ښه کېدو لامل شي، په دې شرط چې د پاکستان اندېښنو ته د مقابل لوري له خوا پاملرنه وشي.
بل لور ته، د طالبانو اداره تر اوسه په تازه څرګندونو کې هېڅ غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې يې د پاکستان ځينې غوښتنې او اندېښنې نامناسبې بللې وې. دا دريځونه په داسې حال کې دوام لري چې د ګاونډیتوب په اړیکو کې روڼتیا او ځوابويونه د سيمې د دوامدار ثبات لپاره يو مهم غوښتنه ګڼل کېږي.




