د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه د ایران او پاکستان سلا مشورې

د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) په اسلاماباد کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسیا د چارو له رئيس محمدرضا بهرامي سره وکتل. په دې ناسته کې د افغانستان د امنیتي وضعیت بدلونونو او په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو له امله د زیاتو شویو ګواښونو ارزونه وشوه.
محمد صادق خان په خپل رسمي ایکس (پخوانی ټویټر) حساب کې لیکلي، دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې د سیمهییزو همکاریو له لارې د افغانستان له خاورې راولاړ شوي د زیاتېدونکو امنیتي ننګونو، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ د خطر، په وړاندې ګډ اقدام وکړي او د سیمې د پایدارې سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي.
نوموړي دغه لیدنه یوه مهمه موقع ګڼلې چې د سیمې پر تازه تحولاتو د نظرونو د تبادلې زمینه یې برابره کړې ده. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو پر اوږدو سیمو د ناامنۍ او سرحدي بریدونو زیاتوالی یو ځل بیا د سیمې ګاونډي هېوادونه اندېښمن کړي دي.
دغه خبرې اترې داسې مهال ترسره شوې چې طالبان له دوه کلنې واکمنۍ وروسته هم نه دي توانېدلي د سختدریځو ډلو، لکه داعش خراسان، فعالیتونه مهار کړي، او د افغانستان خاوره د ګاونډیانو لپاره د ګواښ سرچینه شوې ده.




