مهم خبرونهنړیوال

هند د افغانستان د زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې او بشري مرستې یې استولي

د افغانستان په شمال کې د سختې زلزلې له رامنځته کېدو وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبراهمانیام جَی شنکر د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي سره په تلیفوني خبرو کې د زلزلې له قربانیانو او زیانمنو شویو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

شنکر په ټولنیزې شبکې ایکس کې په خپله رسمي پاڼه کې لیکلي چې په دې تلیفوني مکالمه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ولسونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي، حکومت یې هغو کورنیو ته چې د زلزلې له امله زیانمن شوي، د پام وړ خوراکي توکي لېږلي دي. دا مرستې په داسې حال کې لېږل شوې چې د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکي عاجلې مرستو ته سخت نیاز لري.

دا ټولې هڅې داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو اداره، د نړیوال مشروعیت د نشتوالي او د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د بې‌کفایتۍ له امله، پر وخت او مؤثرو مرستو رسولو کې له ستونزو سره مخ ده. بشري ادارو او شریکو هېوادونو څو وارې د طالبانو له‌خوا د مرستو پر بهیر د محدودیتونو له لګولو خبرداری ورکړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button