د پاکستان د اطلاعاتو وزیر تحریک انصاف د تروریزم په بیا راګرځېدو تورن کړ

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله طرار ویلي، چې د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف ګوند د هېواد د ناامنۍ او ترهګریزو فعالیتونو د بیا راڅرګندېدو اصلي عامل دی. نوموړي دا څرګندونې د لاهور په یوه خبري غونډه کې وکړې.
هغه ټینګار وکړ چې ترهګر د هېڅ ځانګړي دین او مذهب سره تړاو نه لري، او د ده په وینا، د هغوی نظریه یوازې د وېرې خپرولو او په ټولنه کې د وحشت د زیاتولو لپاره ده.
د اطلاعاتو وزیر دا هم ادعا وکړه، چې په اسلاماباد کې د شیعه جومات د چاودنې اصلي طراح یو افغان تبعه دی، چې اوس د نیول شوو کسانو په ډله کې شامل دی. هغه له زیاتېدو جزییاتو ورکولو ډډه وکړه، خو دا یې د خپلو هېوادنیو امنیتي ادارو د څېړنو یوه برخه وبلله.
عطا طرار زیاته کړه، چې د پاکستان حکومت ژمن دی ترڅو ترهګر هرچېرې چې وي تعقیب او له منځه یوسي. نوموړي ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به د هېواد د وګړو د خوندیتوب لپاره روانه وي.




