پاکستان خپلې حملې په افغانستان کې تر ۲۳ مارچ پورې ځنډوي

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر، عطاالله ترار، اعلان کړی چې دغه هېواد به د اختر د مبارکۍ په مناسبت خپلې حملې پر هغو هدفونو چې پاکستان یې «په افغانستان کې د ترهګرو او د هغوی د ملاتړ بنسټونه» بولي، موقتاً ودروي. نوموړي د شاوخوا چهارشنبې ماښام (۲۷ حوت) ویلي، دا پرېکړه یو اړخیزه ده او د سعودي عربستان، قطر او ترکیې د غوښتنې په اساس شوې ده. د هغه په وینا، دا موده د نن شپې له نیمایي پیلېږي او د ۲۳ مارچ تر نیمې شپې به دوام ولري.
د پاکستان چارواکو په وروستیو میاشتو کې څو ځل د ډیورند کرښې هغې غاړې ته د وسله والو ډلو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ادعا یې کړې چې دغه ډلې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان بریدونه ترسره کوي. خو د طالبانو اداره تل دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي.
سره له دې، د سرحدي بریدونو دوام او د دواړو خواوو ترمنځ د امنیتي ترینګلتیا زیاتوالی یو ځل بیا دا پوښتنې راپورته کړې دي چې د طالبانو اداره په پوله څومره کنټرول لري او د دغو سیمو د امنیتي ګواښونو د مدیریت څرنګوالی څنګه دی.




