د پاکستان پخواني استازي: د طالبانو د ترهګرۍ ملاتړ به خطرناکې پایلې ولري

آصف دراني، چې پخوا د پاکستان د افغانستان د چارو استازی و، د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري له خبرو ملاتړ کړی او خبرداری یې ورکړی چې د طالبانو له لوري د ترهګرو ډلو ملاتړ يا د هغوی د فعالیتونو اسانتیا به د سيمې او نړۍ لپاره خطرناکې پایلې ولري.
دراني د دوشنبې په ورځ، د سلواغې په شلمه، د افغانستان وضعيت ته په اشارې ويلي چې ترهګري هغه مهال وده کوي کله چې ورته زغم وشي او د فعالیت زمینه ورسره برابره شي. نوموړي ټينګار کړی چې له دغه پدیدې سره بېپروايي د ګاونډیانو او آن د هغې هاخوا د سیمو امنیت له ګواښ سره مخ کوي.
هغه په يوه ليکنه کې زياته کړې چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو فعاليت ته اجازه ورکول او د نورو هېوادونو د بېثباته کولو لپاره د استازو کارول یو خطرناک لوری دی چې درنې انساني او امنیتي لګښتونه به ولري. د هغه په باور، دا تګلاره نه يوازې سیمه، بلکې نړيواله ټولنه هم اغېزمنوي.
د پاکستان پخواني استازي زياته کړې چې دوامداره سوله د مسئولیت منلو ته اړتیا لري، نه د حقایقو د انکار کولو ته. دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې د پاکستان ولسمشر تېره ورځ ويلي وو د طالبانو اداره افغانستان د سپټمبر د يولسمې پېښو له لومړني پړاو نه هم په بده وضعيت کې اچولی.




