ټولنه‌یزمهم خبرونهنړیوال

اسلام‌اباد د بهرنيانو د معلوماتو د حذف تازه لارښوونه ورکړه

د پاکستان د کورنيو چارو وزير د دغه هېواد د ثبت احوال ادارې ته لارښوونه کړې چې ټول هغه بهرنيان وپېژني چې د پاکستان تابعيت اسناد يا پېژندپاڼې يې تر لاسه کړي او نومونه يې د ملي معلوماتو له بانک څخه حذف کړي. نوموړي همداراز پر دې ټينګار کړی چې دغه اداره بايد د هغو کسانو د شړلو په بهير کې همکاري وکړي چې قانوني اسناد نه لري. محسن نقوي دا څرګندونې د سه‌شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د ثبت احوال ادارې له چارواکو سره په ناسته کې کړې وې او ويلي يې دي چې د دغو کسانو سمدستي پېژندنه بايد په باوري ډول ترسره شي. د هغه په وينا، د هويتي معلوماتو پاکول د پاکستان د حکومت د هغو هڅو برخه ده چې له مخې يې بې اسنادو بهرنيان بېرته خپلو هېوادونو ته لېږدوي. پاکستان د ۱۴۰۲ د عقرب له لسمې نېټې راهيسې د هغو بهرنيانو بېرته ستنول پيل کړي چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري. د پاکستاني چارواکو د شمېرو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۱.۳ ميليونه افغانان له دغه هېواده شړل شوي دي. دا بهير د ۱۴۰۴ د حوت له اتمې نېټې وروسته د اسلام‌اباد او کابل تر منځ د تاوتريخوالو له امله درول شوی و، خو په وروستيو ورځو کې پاکستان يو اړخيز ډول د تورخم تګلاره د مهاجرينو د اخراج لپاره بېرته پرانيستې ده. تورخم د دواړو هېوادونو تر منځ له مهمو پولو څخه ګڼل کېږي او هر ډول بدلون په وضعيت کې د زرګونو افغان مهاجرينو په تګ راتګ او برخليک مستقيم اغېز لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button