امنیت او پېښېمهم خبرونه

ملا حمدالله فطرت: د پاکستان ځواکونو ملکي وګړي په نښه کړي دي

ملا حمدالله فطرت، د طالبانو د ادارې مرستیال ویاند، ویلي چې له پاکستان سره نښتې لا هم روانې دي او د ده په وینا د پاکستاني ځواکونو لخوا ملکي وګړي په نښه شوي دي. نوموړي ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.

فطرت ویلي، د وروستیو بریدونو په پایله کې ملکي وګړو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي، خو هغه د تلفاتو کره شمېر او د پېښو د دقیقو سیمو په اړه جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو د ادارې د مرستیال ویاند په وینا، د افغانستان امنیتي ځواکونه تر هغه وخته جګړه ته دوام ورکوي، څو هغه څه چې نوموړی یې «تجاوز» بولي، پای ته ونه رسېږي. هغه له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه وکړه چې د پاکستان کړنې وغندي او د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي.

فطرت ټینګار کړی چې د دواړو لورو تر منځ د کړکېچ د کمښت لپاره سیاسي هڅې روانې دي او د طالبانو اداره د جګړې غوښتونکې نه ده؛ خو ده ادعا وکړه چې مقابل لوری هڅه کوي د سیمې ثبات ګډوډ کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د کړکېچونو زیاتوالی د پوله‌ساتونکو سیمو اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

هغه دا هم وویل چې د طالبانو اداره د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یا بل کومې ډلې ملاتړ نه کوي او دا موضوع یې د پاکستان کورنۍ مسئله وبلله. سره له دې ادعاوو، د دواړو لورو تر منځ دوامدارې ترینګلتیاوې ښيي چې د اختلافاتو د مدیریت لپاره د روڼ او ځواب ویونکي میکانیزم نشتوالی لا هم د دواړو غاړو خلکو ته د ناامنۍ او اندېښنې لامل ګرځي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button