مهم خبرونهنړیوال

پاکستان پوځ پخوانی استخباراتي مشر فیض حمید ۱۴ کاله بندي کړ

د پاکستان پوځ نن (پنجشنبه، د دسمبر ۱۱مه) اعلان وکړ چې ددې هېواد یوه نظامي محکمې د پوځ د استخباراتو ادارې (آی‌اېس‌آی) پخوانی مشر فیض حمید، د ۱۴ کلونو لپاره د بند سزا ورکړې ده. د پوځ د اعلامیې له مخې، هغه د سیاسي فعالیتونو په چارو کې د لاسوهنې، د نظامي قوانینو د نقض، او د دولتي صلاحیتونو او منابعو د ناوړه استفادې په جرمونو محکوم شوی دی.

فیض حمید پخوا د پاکستان د امنیتي او سیاسي نظام یوه با نفوذه څېره ګڼل کېده. دی د آی‌اېس‌آی د مشرتابه پر مهال د سیمې په چارو، په ځانګړي ډول د اسلام‌اباد او د طالبانو د ادارې ترمنځ اړیکو کې مهم رول درلود، چې دا چاره تل د سیاسي څارونکو د بحث او نیوکو موضوع وه.

د هغه نظامي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې پیل شوې وه او پنځلس میاشتې روانه پاتې شوې. رسمي سرچینو د محکمې د جُزئیاتو په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره کړي. سیاسي شنونکي دا پرېکړه د پاکستان د پوځ له خوا د پخوانیو جنرالانو پر وړاندې د دریځ بدلون او د پوځي صفونو دننه د سیاسي مداخلې د مخنیوي هڅه ګڼي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button