د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له ۲۸۰۰ څخه ډېر افغان کډوال شړلي دي

د طالبانو د مهاجرت په چارو کې د عالي کمېسیون وايي چې یواځې په دوشنبې، د قوس میاشتې ۲۴مه نېټه، پاکستان ۲۸۲۱ افغان کډوال له خپلې خاورې شړلي دي. د دې کمېسیون د معلوماتو له مخې، ډېری دغه کسان په زور ایستل شوي دي.

په عین وخت کې، له ایران څخه هم ۱۸۴ نور افغان کډوال بېرته هېواد ته استول شوي دي. د کمېسیون په وینا، د دغو کډوالو ډېری هم په جبري ډول ایستل شوي، چې دا کار د کډوالو د بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

دغه افغان کډوال د هیواد ختیځ او جنوبي سرحدي دروازو تورخم او سپین بولدک، همداراز د لویدیځ دروازو بهرامچې، اسلام‌قلعه او پل ابریشم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي؛ داسې سیمې چې پکې د لومړنیو خدماتو او اسانتیاوو امکانات محدود ګڼل شوي دي.

طالب چارواکو ویلي، پاکستان تر دې ورځې یوه ورځ وړاندې هم ۵۴۴۱ افغان کډوال، یوه برخه په زور او بله برخه رضاکارانه، شړلي دي. ددغه ادارې په وینا، یوازې د تېرې اوونۍ په دوه ورځو کې لږ تر لږه شپږ زره افغانان له پاکستان څخه بېرته ستانه شوي دي، چې دا د دغه بهیر زیاتوالي ته اشاره کوي.

نړیوالو مرسته کوونکو ادارو خبرداری ورکړی چې د کډوالو پراخ بېرته راستنیدل پر افغانستان ستر فشار اچولی، داسې هېواد چې دا مهال له خوراکي بې‌امنۍ، پراخې بېکارۍ او د بشري مرستو له سخت کموالي سره مخ دی. انتقاد کوونکي وايي، د طالبانو اداره تر اوسه د دغې بېرته ستنېدنې د څپې د مدیریت او د کډوالو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره واضح او اغېزناکه پروګرام نه دی وړاندې کړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button