پاکستان او اروپايي ټولنې له طالبانو د ترهګرۍ پر ضد د جدي مبارزې غوښتنه وکړه

پاکستان او اروپايي ټولنې په خپله وروستۍ ستراتیژۍ ناسته کې له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرو ډلو د لهمنځه وړلو او د سیمې د ثبات لپاره جدي او عملي ګامونه واخلي.
دا غوښتنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې اعلامیه کې شوې، چې د اسلاماباد او بروکسل تر منځ د اوومې ستراتیژۍ خبرې پای ته رسېدلې دي. دا ناسته د پاکستان د صدراعظم مرستیال اسحاق دار او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست لوړپوړي استازي کایا کالاس ترمنځ شریکه جوړه شوې وه.
دواړو خواوو د افغانستان د امنیتي وضعیت له امله اندېښنه څرګنده کړه او ټينګار یې وکړ چې په دغه هېواد کې دایمي سوله د سیمې لپاره حیاتي اهمیت لري. د خبرو پر مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولهیزو شخړو پر دوام هم تمرکز شوی او د دغو اختلافونو د خبرو اترو له لارې د هوارولو اړتیا یې روښانه کړې ده.
په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د یوه ټولګډونه سیاسي بهیر پر رامنځته کولو ټينګار شوی، چې دا به د دوحې تړون له مخې او له نړۍ والې ټولنې سره د طالبانو د ژمنو پر بنیاد وي.
اروپايي ټولنې د تېرو څو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو د کوربتوب په برخه کې د پاکستان له رول څخه مننه وکړه، خو و یې ویل چې د هر ډول بېرتهستنېدنې بهیر باید د امنیت، بشري حرمت او نړیوالو معیارونو برابر وي.
پر دې سربېره، دواړو لوریو د غزې پر وضعیت بحث وکړ او له هغه اوربند څخه یې هرکلی وکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی و. دوی د بشري مرستو پر اسانه رسولو او د دغه تړون د ټولو مراحلو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
دا راز، پاکستاني او اروپايي چارواکو د ۲۰۱۹ کال د ستراتیژیک تعامل د پروګرام پر بنسټ د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو هوکړه وکړه. دا همکارۍ به سیاسي، تجارتي، اقتصادي، بشري حقونو، مهاجرت او پراختیايي پروژو ته لاره هواره کړي.
په پای کې دواړو خواوو یو ځل بیا له شریکو ارزښتونو او متقابل درناوي پر بنسټ د څو اړخیزې ملګرتیا پر ژمنتیا ټينګار وکړ، خو د یادو ټولو خبرو اصلي محور بیا هم په افغانستان کې د روان امنیتي او سیاسي بحران دوام او د طالبانو د ادارې د لا زیات مسؤلیتپذیر چلند اړتیا وه.




