د پاکستان د دفاع وزیر: په افغانستان کې پوځي عملیات ټاکلی مهالویش نه لري

د پاکستان د دفاع وزیر اعلان کړی چې د دې هېواد پوځي عملیات په افغانستان کې مشخص مهالویش نه لري او تر هغه به دوام وکړي چې ټاکل شوي هدفونه ترلاسه شي. خواجه آصف د جیو نیوز له شبکې سره په مرکه کې ټینګار کړی چې اسلاماباد د عملیاتو د دوام په برخه کې هېڅ شک نه لري او پیل شوي بریدونه لا هم بشپړ شوي نه دي.
نوموړي د جمعې په ورځ څرګنده کړه چې پر طالبانو فشار روان دی، خو د دغو نښتو د اوږدمهالو پایلو په اړه یې بېباوري ښوولې ده. د ده په وینا، هغه ګامونه چې د ځانګړو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره پیل شوي، لا هم روان دي او پای یې د دغو هدفونو په پوره پلي کېدو پورې تړلې ده.
په داسې حال کې چې د وروستیو اوونیو پر مهال د اسلاماباد او د طالبانو د ادارې ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، ځینې سیمهییز هېوادونه د کړکېچ د کمولو لپاره هڅې کوي. خواجه آصف ویلي چې قطر او ترکیې په ډیپلوماتیکه سطحه هڅې کړې دي، خو د ده په باور د دغو هېوادونو اغېز د چین له رول سره د پرتله کولو وړ نه دی.
د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړې چې چین د افغانستان له ګډې پولې او د اقتصادي پروژو او ستر پانګونو له امله په سیمه ییزو معادلو کې ځانګړی ځای لري. ده ادعا کړې چې د کابل واکمن کسان د چین له مالي سرچینو او نفوذ سره تړلي دي، او دا چاره بیجنګ ته دا فرصت ورکوي چې د کړکېچ په حل کې اغېزمن رول ولوبوي.
چین له لومړیو هېوادونو څخه و چې د اسلاماباد او د طالبانو د ادارې ترمنځ د منځګړیتوب هڅې یې وکړې، خو تر اوسه دغه هڅې د ترینګلتیا په کمېدو کې څرګند بدلون نه دی راوستی. همدارنګه، عربي او اسلامي هېوادونه لکه ترکیه، قطر او سعودي عربستان هم د کړکېچ د مهار لپاره په سلا مشورو بوخت دي، خو تر دې دمه هېڅ یو نوښت عملي پایله نه ده لرلې.
د نښتو دوام او د عملیاتو د پای د نه روښانه کېدو وضعیت د سرحدي سیمو د ناامنۍ او د هغې د خلکو او سیمهییز ثبات پر اغېزو اندېښنې زیاتې کړې دي؛ هغه موضوع چې پړه یې د طالبانو د ادارې پر جنجالپالونکو سیاستونو او د بهرنیو اړیکو په مهار کې د دې ادارې پر ناتوانۍ اچول کېږي.




