سياستمهم خبرونه

د پاکستان د دفاع وزير د افغانستان د خاورې دننه د احتمالي پوځي بريد خبر ورکړ

د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف ويلي چې هېواد يې ممکن تر رمضان مخکې په افغانستان کې د هغو اهدافو پر ضد بريدونه ترسره کړي چې د ده په وينا «ترهګر» دي. نوموړي په يوه تلويزيوني مرکه کې ادعا وکړه چې د دغو ډلو پناه‌ځایونه د افغانستان دننه موقعيت لري او اسلام‌اباد خپل مختلف انتخابونه ارزوي.

دغه پاکستاني چارواکي پرته له دې چې د احتمالي بريد د وخت او څرنګوالي جزئيات ورکړي، ټينګار وکړ چې ګواښونه د پاکستان پر امنيت له افغانستانه تنظيمېږي. له دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو څو ځله د طالبانو اداره تورنولې چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د فعاليت لپاره په ځينو سيمو کې زمينه برابروي.

خواجه آصف همدارنګه دا هم وويل چې طالبان ښايي د «زور ژبه» تر څنګ د «پيسو ژبه» هم درک کړي. ده څرګنده کړه چې پخوا له اسلام‌اباده غوښتنه شوې وه چې د ټي‌ټي‌پي د غړو د لوېديځ افغانستان ته د لېږد په بدل کې پيسې ورکړي؛ يوه ادعا چې د طالبانو ادارې تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو اداره تل دا رد کړې چې د پاکستان ضد وسلوالې ډلې د افغانستان په خاوره کې شتون يا فعاليت لري، او ويلي يې دي چې د افغانستان له خاورې به د بل هېواد پر ضد د بريد اجازه ور نه کړي. خو د پاکستان دننه د دوامدارو بريدونو او د دواړو لورو د لفظي شخړو زياتېدو اندېښنې راپارولې چې ښايي سرحدي تاوتريخوالی پراخ شي.

د سيمې د چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې هر ډول يو اړخيز پوځي اقدام کولای شي د سرحدي سيمو امنيتي وضعيت لا پېچلی کړي او د دواړو خواوو د خلکو پر ژوند مستقيم اغېز ولري. په دغسې حالاتو کې تمه کېږي چې د طالبانو اداره د دغو تورونو په اړه څرګند ځواب وړاندې کړي او د افغانستان له خاورې د وسلوالو د فعاليتونو د مخنيوي په برخه کې خپله مسئوليت په روښانه توګه بيان کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button