سياستمهم خبرونه

د پاکستان دفاع وزیر کابل او هند د ناامنۍ په خپرېدو تورن کړل

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف په وروستیو څرګندونو کې کابل او نوي ډیلي د اسلام‌اباد پر ضد د همغږۍ په تور نیولي او ویلي یې دي چې هېواد یې له “استازولۍ جګړې” سره مخ دی. نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته په مرکه کې ادعا وکړه چې هند او کابل په یوه جبهه کې دي، خو نوي ډیلي دا تور رد کړی دی.

آصف د کابل او هند د اړیکو د پراختیا له امله ناخوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د دواړو خواوو نږدې اړیکې د پاکستان لپاره امنیتي ننګونې رامنځته کړې دي. هغه ټینګار وکړ چې هند دا تور نه مني، خو د ده په وینا د نوي ډیلي او کابل ښې اړیکې یوه نه‌انکارېدونکې واقیعت دی.

د پاکستان د دفاع وزیر د دویچه‌وله د اردو څانګې سره په مرکه کې هم د خپل هېواد د تېر سیاست په اړه وویل چې اسلام‌اباد اوس د هغو پرېکړو بیه پرې کوي، چې په ۱۹۸۰ لسیزه او د سپټمبر د یوولسمې پېښو وروسته نیول شوې وې. ده زیاته کړه: “هغه څه چې په کابل کې روان دي، د هغو کارونو تاوان دی چې موږ په تېر کې کړي دي.”

دغه پاکستاني چارواکي تر دې مخکې هم منلې وه چې هېواد یې د څو لسیزو لپاره د لوېدیځو ګټو لپاره په افغانستان کې د “اجارې ځواک” په توګه عمل کړی او لا هم د هماغو سیاستونو پایلې دوام لري.

تر د دې خبر د خپرېدو پورې د طالبانو ادارې د دغو څرګندونو په تړاو کوم رسمي غبرګون نه دی ښکاره کړی. خو یو شمېر افغان سیاسي شنونکي د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې غیرمسؤلانه بولي. سیاسي شنونکي شیردل پاسون وویل، د یوه لوړپوړي دفاعي چارواکي له خوا د داسې تضادي دریځونو څرګندول کولی شي د بې‌باورۍ او سیمه‌ییزو تنشونو د زیاتوالي لامل شي.

په داسې حال کې چې د پاکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ لفظي ترینګلتیا روانه ده، دواړو خواوو په تېرو میاشتو کې یو بل د وسلوالو ډلو د پټنځای ورکولو په تور نیولي، هغه تورونه چې کابل بیا بیا رد کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button