مهم خبرونهنړیوال

پاکستان د کابل د يوې مدرسې د مدير «تحريک کوونکي» څرګندونې وغندلې

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په کابل ولايت کې د يوې مدرسې د مدير وروستۍ څرګندونې يې په سختو ټکو غندلي او هغه يې «تحريک کوونکې» بللې دي. د اسلام‌اباد په وينا، دا څرګندونې د امنيتي پايلو لامل کېدای شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابي د خپل اونيز مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وويل، هېواد يې دا ډول خبرې غيرمسوولانه ګڼي او ټينګار يې وکړ چې د طالبانو اداره بايد د هغو کسانو پر وړاندې اقدام وکړي چې دا ډول دريځونه خپروي. د ده په وينا، د اوسني حالت مسووليت د طالبانو پر غاړه دی او د ضدپاکستاني ګواښونو د سرچينو په اړه جدي اندېښنې شته.

دغه غبرګون تر هغه وروسته وړاندې شو چې ملا شيرعلي، چې د طالبانو له ملاتړو څخه بلل کېږي، په کابل ښار د ګلدرې په سيمه کې د يوه جنازې په مراسمو کې خلکو ته وويل چې د ازبکستان، تاجکستان، قرغيزستان او پاکستان پر ضد «جهاد» وکړي. هغه وويل، تر هغه به آرامه نه کښېني څو چې «سپين بيرغ» په اسلام‌اباد کې نه وي پورته شوی.

دا ډول څرګندونې يو ځل بيا دا پوښتنې او نيوکې راپورته کوي چې د طالبانو اداره د کرکې خپرونې او سرحدي ګواښونو د مخنيوي په اړه څه ډول چلند لري، کوم چې کولای شي د سيمې پر اړيکو او د ګاونډيو هېوادونو پر امنيت اغېز وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button