پاکستان د پوتين پر استوګنځای بريد غندلی دی

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتين پر استوګنځای بريد غندلی او دا يې د سيمهييزې او نړېوالې سولې، امنیت او ثبات پر وړاندې خطرناک اقدام بللی دی.
شهباز شریف په رسمي څرګندونو کې ویلي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د سیاسي حل او سولې لپاره هڅې روانې دي، او دا ډول بریدونه کولای شي د ډیپلوماټيکو بهیرونو پر وړاندې جدي ګواښونه رامنځته کړي.
له دې وړاندې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبریالانو ته ویلي وو چې اوکراین د ۹۱ بېپیلوټه الوتکو په کارولو، د روسیې د ولسمشر پر استوګنځای په نووګورود سیمه کې برید کړی دی. د روسیې چارواکو دغه اقدام ترهګریز برید بللی دی.
په همدې حال کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا خبرداری ورکړی چې د پوتین پر استوګنځای برید بېځواب نه پاتې کېږي او پر وړاندې به یې ځوابي اقدام وشي.
دغه پېښه په داسې حال کې راپور شوې چې د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي او د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر لیدنې وروسته، د اوکراین د جګړې د سولې بهیر د پرمختګ په اړه هیلې زیاتې شوې وې.
یو شمېر روسي چارواکو اروپایي هېوادونه، په ځانګړې توګه برېتانیا، د اوکراین د سولې د بهیر اصلي مخالفان بللي او لندن یې په غیرمستقیم ډول د دې برید په همکارۍ تورن کړی دی، خو دا ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.




