پاکستان ادعا کوي اویا سلنه د تحریک طالبان پاکستان غړي د افغانستان اتباع دي

د پاکستان د پوځ او دفاعي ځواکونو مشر وايي چې د هغه په باور شاوخوا اویا سلنه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) جنګيالي د افغانستان اتباع دي او دا ډله د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي.
عاصم منیر یو ځل بیا ادعا کړې چې TTP له افغانستانه د پاکستان پر ضد عملیات ترسره کوي او د طالبانو له ادارې یې غوښتي چې د دې ډلې له همکارۍ او له پاکستان سره د اړیکو تر منځ ‘یو واضح انتخاب’ وکړي. دا دریځ په داسې حال کې تکرارېږي چې د تېرو درې میاشتو په موده کې هم د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او هم د دې هېواد د پوځ مشر څو ځلې ورته غوښتنې کړې دي.
په مقابل کې د طالبانو اداره هر ډول اړیکه له TTP سره رد کړې او دغه ډله یې د پاکستان ‘کورنی مسئله’ یاده کړې ده. د طالبانو چارواکي ټینګار کوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده نه کېږي، خو دا څرګندونې تل د سیمهییزو ناظرانو له پوښتنو او شکونو سره مل وي.
سره له دې انکارونو، تېرې اونۍ په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې یو شمېر دیني عالمانو فتوا ورکړه چې له مخې یې جنګیالیو ته اجازه نهلري د افغانستان له پولو بهر د جهاد تر نامه لاندې په جګړو کې برخه واخلي. دا فتوا ځینو شنونکو د سیمهییزو فشارونو د کمولو هڅه بللې ده.
په وروستیو میاشتو کې هم راپورونه خپاره شوي چې ښيي لسګونه د TTP غړي، په هغو کې هغه کسان هم شامل دي چې ویل کېږي د طالبانو د ځینو لوړپوړو چارواکو زامن وو، له وژل کېدو وروسته افغانستان ته انتقال شوي دي؛ راپورونه چې د طالبانو اداره لا تر اوسه په څرګند ډول نه دي ځوابولي.
د خپلو خبرو په بله برخه کې د پاکستان د پوځ مشر ویلي چې د «بنیان المرصوص» په نوم د هند پر ضد په عملیاتو کې یې هغه څه په څرګند ډول احساس کړي چې ده ورته «د خدای مرسته» ویلې ده.




