دوهم سرلیکسياستنړیوال

پاکستان: د چین د منځګړیتوب له هڅو سره سره له طالبانو سره خبرې نه کوو

د «اکسپریس ټریبیون» ورځپاڼې د باوري سرچینو په وینا، پاکستان د چین له هغو دیپلوماتیکو هڅو هرکلی کړی چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره یې کړي، خو ټینګار یې کړی چې په اوسني حالت کې له طالب ادارې سره د خبرو او تعامل هیڅ پلان نه لري. د سرچینو په خبره، اسلام‌اباد دا دریځ په رسمي ډول د چینایي چارواکو په لیدنه کې مطرح کړی دی.

د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو چین ته ویلي چې له تاوتریخوالي د زیاتېدو مخکې یې له طالبانو سره ټول دیپلوماتیکې لارې ازمویلې دي، خو د پاکستان د امنیتي اندېښنو د هواري په برخه کې یې کومه څرګنده نتیجه نه ده ترلاسه کړې.

چین په تېرو اونیو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د منځګړیتوب هڅې ډېرې کړې دي او خپل ځانګړی استازی یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ استولی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت هم تأیید کړې چې دغه استازی د دواړو هېوادونو ترمنځ په سفرونو بوخت دی څو د تاوتریخوالي د کمېدو لاره ومومي.

خو سرچینې وایي چې تر اوسه شوې خبرې اترې دې نتیجې ته رسېدلې چې د طالبانو مشرتابه د هغو وسلوالو ډلو په اړه خپل دریځ نه دی بدل کړی چې په افغانستان کې فعالیت لري، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې په اړه.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د ادارې چارواکو د چین له استازي سره په لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د تحریک طالبان پاکستان موضوع د «پاکستان داخلي مسئله» ده. هغوی ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کار نه اخیستل کېږي.

په مقابل کې، پاکستاني چارواکو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې ګڼ شواهد لري چې د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې شتون او فعالیت لري. هغوی زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونه هم دا اندېښنې تائیدوي.

پاکستان چین ته ویلي چې تر هغو چې د کابل له خوا د اسلام‌آباد د امنیتي اندېښنو د هواري لپاره عملي او مشخص اقدامات ونه شي، په دیپلوماتیک بهیر کې د واقعي پرمختګ فرصت به نه وي.

له دې وړاندې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په خپله اوونیزه خبري ناسته کې ویلي وو چې سره له دې چې ځینې هېوادونه د طالبانو سره د تعامل غوښتنه کوي، د اسلام‌آباد اوسنی سیاست نه بدلېږي. ده ویلي وو چې طالبان په افغانستان کې د تروریزم د مهار لپاره معتبر تضمینونه نه وړاندې کوي، او له همدې امله پاکستان پر خپل اوسني دریځ ټینګ پاتې دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button