مهم خبرونهنړیوال
د پاکستان او چین د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان پر وضعيت خبرې وکړې

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، اسحاق دار، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير، له خپل چينايي سیال وانګ يي سره د تليفون له لارې د افغانستان پر وضعيت او سيمهیيزو تحولاتو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دې خبرو کې د ګډو همکاريو پر ارزښت د سيمې د سولې، امنيت او ثبات د پياوړتيا لپاره ټينګار کړی دی. هغوی د افغانستان اوسنی حالت د سيمې د ثبات يوه مهمه برخه بللې ده.
پاکستان او چين، چې د سيمې دوه اغېزمن هېوادونه بلل کېږي، په وروستيو کلونو کې د افغانستان د حالاتو په اړه منظمې سلانې کړې دي. دا وروستۍ تماس هم د دواړو هېوادونو د همدې ډيپلوماتيکو هڅو يوه برخه بلل شوې ده.




