اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان پر لور د پاکستاني سیمنټ سوداګرو مالي زیانونه

د خیبر پښتونخوا ایالت د سیمنټ تولیدوونکي او سوداګر وايي، هغه بار وړونکي موټرونه چې د سیمنټ له مالونو سره د افغانستان پر لور روان دي، د لارې د بندښت او محدودیتونو له امله له پام وړ مالي زیانونو سره مخ دي.

د دغو سوداګرو په وینا، د تجارتي کاروانونو د ځنډېدو دوام د لګښتونو او اقتصادي زیانونو لامل شوی او د افغانستان بازار ته د سیمنټ د عادي صادراتو بهیر یې ګډوډ کړی دی.

په مقابل کې، د طالبانو د ادارې چارواکو ویلي، تر هغو چې د پاکستان له نظامي رژیم څخه روښانه او د باور وړ تضمینونه ترلاسه نه کړي، د تجارتي کاروانونو د تګ راتګ اجازه به ورنه کړي.

دغه وضعیت په داسې حال کې دوام لري چې د سوداګریزو لارو تړل کېدل یا محدودیتونه، نه یوازې پر سوداګرو بلکې د افغانستان د بازارونو پر ساختماني توکو د لاسرسي هم اغېز کوي؛ موضوع چې یو ځل بیا د طالبانو له ادارې څخه د شفاف او ځواب ورکوونکي سوداګریز او پوله‌یز مدیریت اړتیا څرګندوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button