سياستمهم خبرونه

پاکستان له روسیې سره د افغانستان د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو ملاتړ غوښتی

د پاکستان سفیر په روسیه، فیصل نیاز ترمذي، ویلي چې هیواد یې هڅه کوي څو د افغانستان د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو په اړه د روسیې ملاتړ هم تر لاسه کړي. نوموړي زیاته کړې چې دا موضوع یې څو ځله له روسي چارواکو سره په دیپلوماتیکو خبرو اترو کې راپورته کړې ده.

ښاغلي ترمذي دا څرګندونې د پاکستان له دولتي ټلوېزیون سره په هغه مرکه کې وکړې چې د سه شنبې په ورځ خپره شوه. هغه ټينګار وکړ چې په افغانستان کې اوسنی واکمن نظام باید د ټولو سیاسي او قومي ډلو نمایندګي وکړي، له افراط‌ګرۍ ملاتړ و نه کړي او د افغانستان د وګړو بشري حقونه رعایت کړي.

نوموړي وويل چې روسیه له هغه خطر سره ښه بلدتیا لري چې د افغانستان له بې‌ثباتۍ څخه را منځته کېږي، او باید د دغه هېواد د سولې لپاره رغنده رول ولوبوي. د هغه په باور، افغانستان د جنوبي آسیا او مرکزي آسیا تر منځ د اړیکو یوه مهمه نقطه ده، او د دې هېواد ثبات د سیمې د ټیکاو لپاره حیاتي دی.

پاکستاني سفیر وویل چې له روسیې سره یې د خپل هېواد امنیتي اندېښنې هم شریکې کړي، او څرګنده یې کړې ده چې هند هڅه کوي د افغانستان له لارې پاکستان بې‌ثباته کړي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې هم روسیه او هم د هند چارواکي باید د دا ډول سیاستونو له پایلو خبر وي.

دا څرګندونې د ماسکو ښار په غونډه کې وشوې چې د شانګهای د همکاریو سازمان له خوا جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار ګډون کړی و او هلته یې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف او نورو روسي چارواکو سره کتلي او خبرې کړي دي.

سره له دې چې روسیه له طالبانو سره نژدې اړیکې لري، خو اعلان یې کړی چې چمتو ده د اسلام‌اباد او طالبانو تر منځ د منځګړي رول ولوبوي. خو له دې سره سره، لا هم دا جدي پوښتنه پاتې ده چې آیا طالبان د یوه ټول‌شموله حکومت د جوړېدو په برخه کې رښتیني دي او که نه. تر اوسه طالبانو عملي اقدام نه دی کړی چې نور قومونه او سیاسي ډلې په واک کې شریک کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button