د پاکستان سرحدي سرتېرو د افغان کډوالو پر موټر ډزې کړې؛ دوه ښځې وژل شوې

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد سرحدي سرتېرو د دوشنبې په ورځ، د حوت په څلورمه نېټه، د ایران پولې ته نږدې د افغان کډوالو یو موټر په نخښه کړی چې په پایله کې دوه ښځې وژل شوې او درې کسان ټپیان شوي دي. دا پېښه د پنجګر په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستاني سرحدي سرتېرو دغه موټر ته د درېدو اشاره کړې وه، خو چلوونکي د سرتېرو له سپارښتنې سره اعتنا نه ده کړې او د همدې له امله سرحدي ځواکونو ډزې کړې دي. سرچینو زیاته کړې چې ټول قربانیان افغان کډوال وو.
ګومان کېږي، د موټر سپرلۍ هڅه کوله چې د ایران له لارې اروپا ته ځان ورسوي؛ هغه لاره چې ګڼ شمېر افغان کډوال د اقتصادي ستونزو او کورنیو محدودیتونو له امله تېروي.
په عین وخت کې راپورونه وایي چې له دې پېښې وړاندې، شپږ وسلوال کسانو په یوه جلا نښته کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له لوري وژل شوي وو، خو دا لا څرګنده نه ده چې د دې دوو پېښو ترمنځ کوم تړاو شته که نه.
د طالبانو اداره تر دې دمه د دغو افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه هېڅ غبرګون نه دی څرګند کړی. د دغې ادارې چوپتیا بیا هغه پوښتنې راولاړې کړې دي چې د افغانستان د اتباعو د حقونو د دفاع او تعقیب په برخه کې د دغې ادارې د مسؤلیت کچه څومره ده.




