پاکستان د يو مذهبي مشر د کابل سفر مخه نيولې ده

د پاکستان د مهاجرت چارواکو ويلي، پرون يې د پاکستان د جمعيت علماي اسلام (د فضلالرحمن څانګې) يو لوړپوړی مشر، کفايتالله، له هېواده د وتلو او کابل ته د سفر اجازه نه ده ورکړې. نوموړی غوښتل چې د طالبانو د ادارې له چارواکو سره د يوې ناستې او خبرو لپاره افغانستان ته ولاړ شي، خو د اسلاماباد په نړيوال هوايي ډګر کې ورته د الوتنې اجازه ورنهکړل شوه.
د پاکستاني سرچینو په وينا، دغه مذهبي څېره غوښتل د افغانستان او پاکستان د اړيکو اوسنی حالت، د دوه اړخيزو تاوتريخوالو د کمولو لارې، او د پاکستان د امنيتي وضعيت په اړه له يو شمېر مشرانو سره بحث وکړي. خو تر اوسه د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دې سفر د مخنيوي په اړه تبصره نه ده کړې.
پاکستاني خبريال طاهر خان ويلي، کفايتالله د خپل سفر هدف د کابل او اسلاماباد ترمنځ د تاوتريخوالو د کمولو لپاره سلا مشورې ښودلې وې. د ده په وينا، دا سفر د دوو هېوادونو ترمنځ د سياسي او مذهبي اختلافاتو د اداره کولو په موخه طرحه شوی و.
د دې سفر مخنيوی داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې هم د پاکستان ځينو مذهبي ګوندونو، په ځانګړې توګه د جمعيت علماي اسلام، د خپل حکومت پر هغو پاليسيو نيوکې کړې وې چې د افغانستان په اړه يې اختيار کړې دي. دغه اقدام ښايي د پاکستاني چارواکو حساسيت وښيي چې له طالبانو سره خپلواکې سياسي او مذهبي اړيکې محدودې وساتي.
شمېر شنونکي باور لري چې په پاکستان کې پرېکړه کوونکي بنسټونه هڅه کوي اړيکې له افغانستان سره يوازې د رسمي او دولتي چينلونو له لارې وساتي. دا تحولونه وروسته له هغه را منځته کېږي چې د جماعت اسلامي پاکستان يو پخواني مشر هم مخکې ويلي وو، چې هغه په يوه سفر کې کابل ته تللی، له د طالبانو د ادارې له لوړپوړو چارواکو، په ګډون د رئيسالوزرا، سره ليدلي او د دواړو هېوادونو د ستونزو د حل په اړه يې خبرې کړې دي.
د دغسې محدوديتونو دوام کولای شي پر هغو غيررسمي هڅو اغېز وکړي چې د دواړو ګاونډيانو ترمنځ د تاوتريخوالو د کمولو لپاره ترسره کېږي — تاوتريخوالی چې په تېرواو کلونو کې د کابل او اسلاماباد اړيکې له ګڼو ننګونو سره مخ کړې دي.




