پاکستان د JF-17 جنګي الوتکو د پلور په اړه له بنګلادېش سره خبرې کړي

د راپورونو له مخې، پاکستان د څو موخیزو «JF-17 تندر» جنګي الوتکو د پلور احتمالي تړون له بنګلادېش سره تر غور لاندې نیولی دی؛ هغه ګام چې تمه کېږي د دواړو هېوادونو تر منځ د دفاعي همکاریو کچه لوړه کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان او بنګلادېش د هوايي ځواکونو قوماندانان په اسلاماباد کې لیدلي او د دې همکاریو د جزییاتو په اړه یې پراخې خبرې کړې دي. د خبرو اصلي ټکي د دغو الوتکو احتمالي پېر، تخنیکي امکاناتو برابرول، روزنیز پروګرامونه او اوږدمهاله ملاتړ بلل شوي دي.
د راپور له مخې، تر اوسه رسميآ نه ده څرګنده شوې چې څو الوتکې به بنګلادېش ته وپلورل شي. د JF-17 جنګي الوتکه د پاکستان او چین ګډ محصول دی چې د څو موخیزې جګړې لپاره جوړه شوې ده.
رویټرز زیاتوي، دا خبرې اترې په داسې حال کې روانې دي چې پاکستان هڅه کوي له هغه څه سیاسي او اقتصادي ګټه واخلي چې د تېر کال د مې میاشتې جګړې پر مهال یې له هند سره د خپلې هوايي ځواک «بریالۍ کړنې» بولي؛ جګړه چې د سرچینو په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ په نږدې درې لسیزو کې تر ټولو سخت نظامي تاوتریخوالی و.
په ورته وخت کې، د پاکستان چارواکو ټینګار کړی چې دغه الوتکې دفاعي بڼه لري او موخه یې د ملي حاکمیت ساتنه ده. خو ځیني شنونکي خبرداری ورکوي چې د داسې یو تړون بشپړېدل به د جنوبي آسیا دفاعي توازن اغېزمن کړي او په سیمه کې نوې حساسۍ راولاړوي.




