د پاکستان او استراليا استازو د افغانستان د پولې هاخوا ترورېزم په اړه خبرې وکړې

د پاکستان لپاره د افغانستان ځانګړی استازی محمد صادق ويلي چې هغه د استراليا له لوړې کچې کمېشنر ټيموتي کېن سره په اسلاماباد کې د افغانستان له پولې هاخوا ترورېزم او د سيمې د امنيتي وضعيت په اړه ليدنه او خبرې کړې دي.
صادق د دوشنبې په ورځ، د سلواغې په ۲۷مه، په خپل ایکسپاڼه کې ليکلي چې په دې غونډه کې د سيمهييز امنيت اړوند موضوعات او د سرحدي وسلهوالو ډلو د فعاليتونو له امله رامنځته شوې ننګونې تر بحث لاندې نيول شوې دي. نوموړي د خبرو د نورو جزياتو په اړه څه نهدي ويلي.
په تېرو کلونو کې د افغانستان له خاورې د ترورېزم موضوع د پاکستان جدي اندېښنه ګرځېدلې ده. د پاکستان چارواکي تل ټينګار کوي چې برخې مخالفې ډلې د افغانستان له خاورې څخه د بريدونو د تنظيم او ترسره کولو لپاره ګټه اخلي.
پاکستان څو ځله د طالبانو له ادارې غوښتي چې د تحريک طالبان پاکستان (TTP) فعاليتونه په افغانستان کې بند کړي او اجازه ور نهکړي چې له دې خاورې څخه د پاکستان پر ضد عمليات ترسره شي. سره له دې غوښتنو، د طالبانو د ادارې د امنيتي ګواښونو د مديريت په اړه نيوکې لا هم دوام لري او دا موضوع د دواړو لوريو د اړيکو د تاوتريخوالي يو اصلي محور ګرځېدلې ده.




