د پاکستان وروستیو بریدونو په پکتيا، پکتیکا او خوست کې مرګژوبله رامنځته کړې

د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د پکتيا، پکتیکا او خوست سرحدي ولسوالیو باندې شوي بریدونه له ځان سره د څو ملکي خلکو مرګژوبله او د ملکي تاسیساتو دروند زیان راوړی دی. د طالبانو د ادارې سرچینو تایید کړې چې دغه بریدونه د سیمې د اوسېدونکو کورونه، بازارونه او عامه ځایونه په نښه کړي دي.
ملا حمدالله فطرت، د طالبانو ادارې مرستیال ویاند ویلي چې د پکتيا ولایت په څمکني او پتن ولسوالیو کې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی. د ده په وینا، په دغو پېښو کې لس استوګنیز کورونه، څوارلس دوکانونه، دوه مارکیټونه او یو جومات هم ویجاړ شوی دی.
همدارنګه، د پکتیکا ولایت د برمل او شکین په ولسوالیو کې ورته بریدونو د دوو ملکي وګړو د وژل کېدو او د شپږو کورونو او څو دوکانونو د ورانېدو لامل شوي دي. د دغو سیمو اوسېدونکي وایي، له دې بمبارۍ څخه خلکو ته درانه مالي زیانونه او د وېرې او بېباورۍ فضا رامنځته شوې ده.
په خوست ولایت کې هم د عليشیر او تریزیایي ولسوالۍ تر هدف لاندې راغلي، چې د ورکړل شوو معلوماتو له مخې یو ملکي کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د سرحدي لیکې په اوږدو کې د بریدونو زیاتوالی په داسې حال کې دوام لري چې د پولهپاریو سیمو اوسېدونکي څو ځله د مؤثرو امنیتي تدابیرو نه شتون ته اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغه حالت دوام د ملکي وګړو د خوندیتوب او د طالبانو د ادارې د مسؤلیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.



